Posts

د افغانستان اقتصادي ستونزي او پراختیايي اړتیاوي؛ د اقتصاد وزیر له UNDP استازي سره لیدلي

Image
  د افغانستان د اقتصاد وزیر قاري دین‌محمد حنیف د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له مقیم استازي تورهان صالح او مل پلاوي سره د اقتصادي وضعیت، پراختیايي پروژو او د خصوصي سکټور د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي . د اقتصاد وزارت په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت، د پراختیايي همکاریو د پراخولو او د هېواد د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو د حل پر لارو چارو بحث شوی دی . د افغانستان اقتصادي وضعیت او پراختیايي ننګونې د اقتصاد وزیر د هېواد د اوسني اقتصادي وضعیت په اړه د خبرو پر مهال امنیت، اقتصادي وده، د کورنیو تولیداتو زیاتوالی، د نشه‌يي توکو د کښت پر وړاندې مبارزه او د افغانیو د ارزښت ثبات یاد کړي دي . د وزارت د معلوماتو له مخې، حنیف د نړیوالو بندیزونو د دوام، د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو د کنګل پاتې کېدو، د اسلامي امارت د نه رسمیت پېژندلو او د نړیوالې ټولنې د پراختیايي مرستو د درېدلو یادونه هم کړې ده . نوموړي اقلیمي بدلونونه او د کډوالو پراخ راستنېدل هم هغه عوامل بللي چې پر اقتصادي او ټولنیز وضعیت فشار زیاتوي . د راستنېدونکو کډوالو اړتیا...

د پټاقیو پر کارولو او سوداګرۍ بندیز؛ وزارت د سرغړوني په صورت کي د قانوني چلند خبرداری ورکړ

Image
  د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په یوه اعلامیه ک ي د پټاقیو او ورته توکو د تولید، واردولو، پېرلو، پلورلو او کارولو د منع کېدو خبر ورکړی دی . د وزارت د اعلامیې له مخ ي ، په مراسمو او نورو ورته غونډو ک ي د پټاقیو او هغو توکو کارول منع دي چ ي د خلکو د بی ر ي ، ځورون ي او رواني ناارامۍ لامل ک ي ږي . وزارت له هټۍ‌والو، واردوونکو، تولیدوونکو، پلورونکو او ټولو هغو کسانو غوښتي چ ي په مستقیم یا غیرمستقیم ډول له دغو توکو سره تړاو لري، د یاد بندیز مراعت کړي . په اعلامیه ک ي د خلکو ارامي، هوساینه، رواني امنیت او د هغوی حقونو ته درناوی د دې پر ی کړ ي له دلایلو ګڼل س وي او ویل سو ي چ ي د خوښیو مراسم باید د اسلامي لارښوونو په چوکاټ ک ي ترسره س ي . دغه وزارت ټینګار کړی چ ي که څوک له دې وروسته له یاد بندیز څخه سرغړونه وکړي، د نافذه قوانینو له مخ ي به ورسره قانوني چلند و س ي . په خپره س وې اعلامیه ک ي د بندیز د عملي کېدو د څرنګوالي، د سرغړون ي لپاره د مشخصو مجازاتو او د پلي کېدو د نېټې په اړه نور جزئیات نه دي ورک و ل س وي .

عبد المتین قانـع:د نـشه یي توکو لـویه برخه له پاکستان څخه افـغـانـسـتان او دسیمي نورو هیوادونو ته قاچاق کیږي.

Image
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي، د نشه‌يي توکو د قاچاق یوه لویه برخه له پاکستان څخه افغانستان او د سیمي نورو هيوادونو ته لېږل کیږي. قانع ویلي، په دې اړه اسلامي امارت له ملګرو ملتونو سره خپلي اندېښنې شریکي کړې دي. نوموړي همداراز ادعا کړې چي د پاکستان په بلوچستان ایالت کي د نشه‌يي توکو کرکېله په پراخه کچه ترسره کيږي او زرګونه جریبه مځکه پرې نیول سوې ده. نوموړي له پاکستانه غوښتي چي د نشه‌يي توکو د کرکېلې او قاچاق د مخنیوي لپاره خپل مسؤلیتونه ادا کړي. قانع په افغانستان کي د نشه‌يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزې ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چي په هېواد کي د کوکنارو کرکېله نژدې صفر ته راټیټه سوې ده.

د کندهار ـ سپین‌بولدک پر لویه لاره د موټرو ټکر؛ څلور کسان مړه سوي

Image
  د کندهار ـ سپین‌بولدک پر لویه لاره د تخته‌پل ولسوالۍ په «تور کوتل» سیمه کي د ترافیکي پيښي له امله څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی . د کندهار د امنیې قوماندانۍ د مسوولینو د معلوماتو له مخې، پېښه تېره شپه شاوخوا نهه بجې د فورنر او فیلډر موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده . چارواکي وايي، د فورنر موټر چلوونکی له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی او د نوموړي د نیولو لپاره هڅې روانې دي

د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د تحصیلي او روزنیزو همکاریو د پراختیا هڅي

Image
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انستیتیوت رئیس عبیدالله اخندزاده د مالیزیا د نړیوال اسلامي پوهنتون له رئیس پروفیسور عثمان بکر سره په لیدنه کې د تحصیلي او روزنیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي . د لیدنې پر مهال اخندزاده د مالیزیا د نړیوال اسلامي پوهنتون تحصیلي فعالیتونه د ستاینې وړ وبلل او هیله یې څرګنده کړه چې دغه پوهنتون به د روزنیزو پروګرامونو په برخه کې د افغانستان له عامه پوهنتونونو او دولتي ادارو سره خپلې همکارۍ پراخې کړي . د مالیزیا د نړیوال اسلامي پوهنتون رئیس پروفیسور عثمان بکر هم د افغان ډیپلوماټانو او کارکوونکو لپاره د روزنیزو پروګرامونو د برابرولو، د متخصصینو د تبادلې او له افغان پوهنتونونو سره د علمي همکاریو د پیاوړتیا په برخو کې د همکارۍ چمتووالی څرګند کړ . د دې لیدنې تمرکز د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د علمي اړیکو پراختیا، د افغان ډیپلوماټانو او کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړول او د دواړو لورو ترمنځ د تحصیلي همکاریو پیاوړتیا وه .

د افغانستان او کویت ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبري سوي

Image
  په کوی ټ ک ي د افغانستان سفیر محمد شفیق خطیب د کویت له دوو لوړپوړو چارواکو سره په کتنه ک ي د اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ، پانګون ي او قضایي چارو په اړه خبر ي کړ ي دي . د کوی ټ لپاره د افغانستان سفارت د معلوماتو له مخ ي ، مولوي محمد شفیق خطیب د کویت د مالیې له وزیر سید یعقوب السید یوسف هاشم الرفاعي او د قضایي چارو د غوښتنو او ادارې هیئت له رئیس سید محمد السید یوسف الرفاعي سره لیدلي دي . اقتصادي اړیک ي او د پانګون ي فرصتونه د دې لیدن ي یوه مهمه موضوع د افغانستان اقتصادي پرمختګونه او د دواړو ه ي وادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا وه . دواړو لورو د پانګون ي پر فرصتونو هم خبر ي کړ ي دي. د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا کولای س ي د سوداګرو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د ګډو اقتصادي فعالیتونو لپاره زمینه برابره کړي . د قضایي چارو په اړه خبر ي د لیدن ي په ترڅ ک ي د قضایي بهیر اړوند موضوعات هم مطرح س وي دي. په کتنه ک ي د اړوندو برخو د همکاریو او ګډ ي هم ږغ ۍ پر اهمیت ټینګار س وی دی . د افغانستان سفارت په اېکس پاڼه ک ي د خپرو س ویو معلوماتو له مخ ي ، د دې لیدن ي موخه د دواړو...

د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې پلاوی د نړیوالو معیارونو په غونډه کي د ګډون لپاره روسیې ته تللی

Image
  د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې یو دوه کسیز پلاوی د اسلامي ه ی وادونو د معیارونو او میټرولوژۍ انسټیټیوټ (SMIIC) په کلنۍ عمومي غونډه ک ي د ګډون په موخه د روسیې کازان ښار ته رسېدلی دی . د یاد ي ادارې د معلوماتو له مخ ي ، په دغه پلاوي ک ي د تخنیکي چارو مرستیال محمد آصف قانت او د دفتر رئیس وحید احمد بدري شامل دي . د غونډ ي مهم موضوعات د SMIIC کلنۍ عمومي غونډه د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر له ۲۶ م ي تر ۲۸ م ي نېټې پور ي د روسیې په کازان ښار ک ي ترسره کېږي . د غونډ ي په اجنډا ک ي د سازمان د کلنیو فعالیتونو ارزونه، د بودیجې او مالي چارو څېړنه، د اوږدمهاله ستراتېژۍ په اړه بحثونه او د غړو ه ي وادونو ترمنځ د تخنیکي همکاریو پراختیا شامل دي. همدارنګه به د سازمان د راتلونکو پلانونو او د ګډو فعالیتونو د پیاوړتیا په اړه نظرونه تبادله س ي . د SMIIC د فعالیتونو موخه څه ده؟ د اسلامي ه ی وادونو د معیارونو او میټرولوژۍ انسټیټیوټ د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) تر چتر لاند ي فعالیت کوي. د دغه بنسټ اساسي موخه د غړو ه ی وادونو ترمنځ د معیارونو او تخنیکي کړنلارو ه مږغ ي، د محصولاتو د کیفیت ...