د افغانستان اقتصادي ستونزي او پراختیايي اړتیاوي؛ د اقتصاد وزیر له UNDP استازي سره لیدلي
د افغانستان د اقتصاد وزیر قاري دینمحمد حنیف
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له مقیم استازي تورهان صالح او مل پلاوي سره د اقتصادي وضعیت،
پراختیايي پروژو او د خصوصي سکټور د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.
د اقتصاد وزارت په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي چې
په دې لیدنه کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت، د پراختیايي همکاریو د پراخولو او د
هېواد د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو د حل پر لارو چارو بحث شوی دی.
د افغانستان اقتصادي وضعیت او پراختیايي ننګونې
د اقتصاد وزیر د هېواد د اوسني اقتصادي وضعیت په اړه
د خبرو پر مهال امنیت، اقتصادي وده، د کورنیو تولیداتو زیاتوالی، د نشهيي توکو د
کښت پر وړاندې مبارزه او د افغانیو د ارزښت ثبات یاد کړي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، حنیف د نړیوالو بندیزونو
د دوام، د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو د کنګل پاتې کېدو، د اسلامي امارت د
نه رسمیت پېژندلو او د نړیوالې ټولنې د پراختیايي مرستو د درېدلو یادونه هم کړې ده.
نوموړي اقلیمي بدلونونه او د کډوالو پراخ راستنېدل
هم هغه عوامل بللي چې پر اقتصادي او ټولنیز وضعیت فشار زیاتوي.
د راستنېدونکو کډوالو اړتیاوې
د اقتصاد وزیر د راستنېدونکو کډوالو لپاره د سرپناه
او عامه خدمتونو برابرول د مهمو لومړیتوبونو په توګه یاد کړي دي.
د هغه په وینا، په استوګنیزو ښارګوټو کې د سرپناه
ترڅنګ د سړکونو، ښوونځیو، کلینیکونو او د اوبو رسولو شبکو جوړول د راستنېدونکو د
اړتیاوو په پوره کولو کې مهم دي.
د پراختیايي پروژو او خصوصي سکټور ملاتړ
حنیف ویلي چې د زیربنايي او تولیدي پروژو پلي کول د
کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د کورنیو د عوایدو په زیاتولو، د بېوزلۍ په کمولو
او د دوامدارې اقتصادي ودې په پیاوړتیا کې رول لرلی شي.
په دې لیدنه کې د افغانستان د اقتصادي ظرفیتونو، په
ځانګړي ډول د برېښنا د تولید او د اوبو د سرچینو د مدیریت په اړه هم خبرې شوې دي.
د UNDP د همکاریو ژمنه
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي تورهان
صالح د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان له پراختیايي پروژو سره د
همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.
د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې صالح د نشهيي
توکو د کښت پر وړاندې د مبارزې، د پراختیايي پروژو د پلي کولو، د اوبو د کوچنیو
بندونو جوړولو، د روزنیزو پروګرامونو د برابرولو او د کوچنیو کاروبارونو او خصوصي
سکټور د ملاتړ په برخو کې د همکارۍ چمتووالی څرګند کړی دی.
د لیدنې په پای کې دواړو لورو د پراختیايي پروژو د
پلي کېدو، د اقتصادي ظرفیتونو د پیاوړتیا او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره
د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.

Comments
Post a Comment