د اسرائیلو لسګونو جنګي الوتکو د ایران پولو ته نژدې تمریناتي الوتني کړي دي
د راپورونو له مخي، د اسرائیلو لسګونو جنګي او د تیلو رسولو الوتکو د سوریې او عراق له هوايي حریم څخه په تېرېدو د ایران پولي ته نژدې پوځي تمریناتي الوتنه کړې ده.
د امریکا خبري وېبپاڼي اکسیوس د امریکايي او اسرائیلي چارواکو په حواله راپور ورکړی چي د دې عملیاتو موخه د اسرائیلو د پوځي ځواک ښودل او تهران ته د برید د مخنیوي پیغام ورکول وو.
د راپور له مخي، اسرائیلي الوتکي د ایران پولي ته تر نژدې کېدو وروسته بیرته خپلي اډې ته ستنې سوي دي. په دغو الوتنو کي لسګونو جنګي الوتکو او د تیلو رسولو الوتکو برخه اخیستې وه.
امریکايي چارواکو د ایران د احتمالي غبرګون او د پوځي نښتو د بیا پیل په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

Comments
Post a Comment