ټرمپ: له ایران سره خبري نه کوو، ډېر ژر به یو څه وسي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن
اوس له ایران سره خبري نه کوي، خو په وینا یې، ډېر ژر به د دې وضعیت په اړه یو اقدام یا
پرېکړه وسي.
ټرمپ دا څرګندوني د
چهارشنبې په ورځ، د جنوبي کارولاینا ایالت په یوه غونډه کي وکړې.
نوموړي خبریالانو ته وویل چي امریکا دا مهال له ایران سره خبري نه کوي
او زیاته یې کړه چي ډېر ژر به په یوه نه یوه بڼه د دې موضوع په اړه پرمختګ وسي.
ټرمپ په خپلي وینا کي وویل، د
امریکا حکومت کولای سي همدا اوس له جګړې ووزي، خو غواړي ډاډ ترلاسه کړي چي پایله
یې اوږدمهاله وي او وضعیت بیرته پخواني حالت ته ستون نه سي.
نوموړي ادعا وکړه چي امریکا
ایران ته په پوځي او اقتصادي برخو کي ماته ورکړې
ده. هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چي ایران باید هیڅکله
اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.
د ټرمپ دا څرګندوني په داسي وخت کي کیږي چي د
واشنګټن او تهران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او د اختلافاتو د حل لپاره هڅي له
خنډونو سره مخ سوي دي. د دواړو هیوادونو ترمنځ د جون په میاشت کي د
منځګړیتوب له لاري یو تفاهم سوی و، خو د هرمز تنګي د تګ راتګ
او نورو اختلافاتو له امله خبري له ستونزو سره مخ سوي دي.
بل لور ته، د نیویارک ټایمز د راپور له مخي، د
امریکا او اسرائیلو پوځونو د امریکا د منځمهاله ټاکنو وروسته پر ایران د احتمالي نویو
بریدونو پلانونه هم چمتو کړي دي. خو تر اوسه څرګنده نه ده چي ټرمپ به
د دغو پلانونو د عملي کولو اجازه ورکړي که نه.
د سپیني ماڼۍ یوه
چارواکي د احتمالي پوځي پلانونو په اړه د تبصرې له کولو ډډه کړې ده.
د ټرمپ وروستۍ څرګندوني داسي مهال کيږي چي د جګړې
د پای، د ایران د اټومي پروګرام او په هرمز تنګي کي د سمندري
تګ راتګ په اړه د دواړو هیوادونو ترمنځ اختلافات لا هم نه
دي حل سوي.
تر اوسه د ټرمپ له څرګندونو څخه دا نه سي
ثابتېدای چي امریکا به خامخا پر ایران نوي بریدونه وکړي یا دا چي د جګړې
د پای لپاره به کومه وروستۍ هوکړه وسي. د راتلونکو
ګامونو په اړه به د دواړو لورو رسمي پرېکړي مهمي وي.

Comments
Post a Comment