ولي د فیسبوک مالک شرکت میټا ته ۲۵ میلیارده ډالره جریمه ولګېده؟
د امریکا د نیو مکسیکو ایالت یوې محکمې د اکتوبر پر ۲۱مه د میټا کمپنۍ پر ضد پرېکړه وکړه او حکم یې ورکړ چي دغه شرکت باید ایالت ته ۲۵ میلیارده ډالر ورکړي. دا قضیه د کاروونکو د شخصي معلوماتو د محرمیت او د هغوئ د معلوماتو د ساتني په اړه د خلکو د ګمراه کولو له ادعاوو سره تړاو لري.
د محکمې پرېکړه د څه په اړه ده؟
د قضیې له مخي، میټا د
خپلو پخوانیو عامه څرګندونو له لاري کاروونکو ته داسي انځور
وړاندي کړی و چې ګواکي د دوئ شخصي
معلومات تر کنټرول لاندي دي او د معلوماتو شریکول د دوئ له
اجازې پرته نه ترسره کیږي.
د نیو مکسیکو ایالت چارواکو ادعا کړې وه چي کمپنۍ د
شخصي معلوماتو د لاسرسي او د خپلو ټولنیزو شبکو د محتوا د څارني په اړه
خلک ګمراه کړي دي.
د راپورونو له مخي، د قضیې
پلاوي د میټا د ۲۹ څرګندونو له ډلي ۲۶ داسي څرګندوني ګمراه
کوونکي بللي وې. د محکمې د پرېکړي له مخي، په دې
برخه کي د قانون تر ۴۳ میلیونو ډيري سرغړوني ثبت سوي وې.
د کېمبرېج انالېټیکا قضیه څه وه؟
د میټا پر ضد د دې قضیې یوه مهمه برخه د «کېمبرېج
انالېټیکا» په نوم له یوې سیاسي مشورتي کمپنۍ سره تړاو لري.
په ۲۰۱۸ کال کي څرګنده سوه چي د
فیسبوک د میلیونونو کاروونکو معلوماتو ته د یوې درېیمي ډلي اپلېکېشن
له لاري لاسرسی سوی و. د راپورونو له مخي، د دغو
معلوماتو یوه برخه د سیاسي موخو او هدفمند تبلیغاتو لپاره کارول سوې وه.
دې پېښي د خلکو د شخصي
معلوماتو د ساتني په اړه پراخي اندېښنې راپورته کړې او د فیسبوک
د معلوماتي محرمیت کړني یې تر سختي څېړني لاندي راوستې.
ولي جریمه دومره لوړه ده؟
د نیو مکسیکو د قانون له مخي، د
مصرفوونکو د حقونو د هري سرغړوني لپاره
تر پنځو زرو ډالرو پوري مدني جریمه ټاکل کېدای سي. د
سرغړونو د شمېر پر بنسټ، د محکمې د احتمالي جریمې محاسبه تر ۲۱۹
میلیارده ډالرو لوړه سوې وه؛ خو قاضي وروستۍ جریمه ۲۵ میلیارده ډالره
وټاکله.
د ایالت چارواکو ویلي، دغه پرېکړه نورو لویو ټکنالوژیکي
شرکتونو ته هم پیغام ورکوي چي د مصرفوونکو د حقونو او شخصي
معلوماتو په اړه د قانون سرغړوني به له قانوني پایلو سره مخ سي.
د میټا غبرګون څه دی؟
میټا د محکمې له پرېکړي سره
مخالفت کړی دی. د شرکت حقوقي استازي ویلي چي دوئ باور
لري د استیناف په بهیر کي به د محکمې پرېکړه بدله سي.
له همدې امله، که څه هم د محکمې له لوري د ۲۵
میلیارده ډالرو د ورکړي حکم صادر سوی، د
استیناف بهیر کولای سي د قضیې پر وروستۍ پایلي اغېز وکړي.
دا قضیه ولي مهمه ده؟
دا قضیه یوازي د یوې
کمپنۍ د مالي جریمې موضوع نه ده؛ بلکي د دې پوښتني په اړه
هم ده چي لوی ټولنیز رسنۍ د خپلو کاروونکو شخصي معلومات څنګه ساتي، خلکو ته د
معلوماتو د محرمیت په اړه څه ډول ډاډ ورکوي او که قانون تر پښو لاندي کړي، څه
ډول حساب ورکولو ته اړ کیږي.
میټا د فیسبوک، انسټاګرام او واټساپ مالک شرکت دی،
نو د دې قضیې پایله د ټولنیزو رسنیو او د کاروونکو د معلوماتو د ساتني په برخه
کي پراخ اهمیت لري.

Comments
Post a Comment