ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان تورونه رد کړل؛ وايي ناامني د افغانستان په زیان هم ده


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په پاکستان کي د ناامنۍ په پیښو کي د افغانستان د لاس لرلو په اړه د پاکستاني چارواکو ادعاوي رد کړې او دغه تورونه یې تکراري بللي دي.
مجاهد په یوه اعلامیه کي ویلي چي په پاکستان کي ناامني نه یوازي د دغه هيواد لپاره ستونزي جوړوي، بلکي افغانستان هم ورڅخه اقتصادي، ټولنیز او انساني زیانونه ویني.


مجاهد: پاکستان دي پر خپلو امنیتي مسؤلیتونو تمرکز وکړي
د طالبانو د حکومت ویاند ادعا کړې چي د پاکستان ځیني پوځي او امنیتي ادارې هغه مهال چي د خپل هیواد د امنیت په تأمین کي له ستونزو سره مخ کیږي، د ناامنۍ د پيښو پړه پر اسلامي امارت اچوي.
د نوموړي په وینا، دا ډول تورونه د پاکستان د خلکو د غولولو او له اصلي مسؤلیتونو څخه د پام اړولو لپاره مطرح کیږي.
مجاهد ټینګار کړی چي د افغانستان لپاره په پاکستان کي د ناامنۍ رامنځته کول ګټه نه لري. هغه همداراز ویلي چي افغانستان په نورو هیوادونو کي د ناامنۍ د رامنځته کولو یا مالي ملاتړ لپاره لازم امکانات نه لري.


د ناامنۍ اقتصادي او ټولنیزي پایلي
مجاهد ویلي چي پاکستان د افغانستان ګاونډی هیواد دی او هلته ناامني کولای سي پر دواړو یېوادونو او په ټوله سیمه کي منفي اغېزې ولري.
د هغه په وینا، د ناامنۍ دوام اقتصادي فعالیتونه زیانمنوي، ټولنیزي ستونزي زیاتوي او پر خلکو انساني اغېزې پرېږدي.
نوموړي له پاکستاني چارواکو غوښتي چي د افغانستان د ملامتولو پر ځای دي د خپل هیواد د امنیتي ستونزو د حل لپاره پر خپلو مسؤلیتونو تمرکز وکړي.


د پاکستان پر لګښتونو نیوکه
د طالبانو ویاند په خپلو څرګندونو کي دا ادعا هم کړې چي د افغانستان د ناامنۍ په اړه د پروژو پر جوړولو او د تورونو پر تکرار لګښت کول د پاکستان سرچینې ضایع کوي او د دغه هیواد له اصلي امنیتي ستونزو څخه پام اړوي.

Comments

Popular posts from this blog

د اسرائیلو لسګونو جنګي الوتکو د ایران پولو ته نژدې تمریناتي الوتني کړي دي

ټرمپ: له ایران سره خبري نه کوو، ډېر ژر به یو څه وسي

ولي د فیسبوک مالک شرکت میټا ته ۲۵ میلیارده ډالره جریمه ولګېده؟