مولوي احمدالله وثیق د روسیې په نړیوال ورزشي فورم کي د افغانستان استازیتوب وکړ
د افغانستان د المپیک، بدني روزني او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د روسیې په کراسنویارسک ښار کي د ورزش په ۱۴م نړیوال فورم کي ګډون کړی دی. په دي غونډه کي د بېلابیلو هیوادونو ورزشي استازو د سپورت د پرمختګ او د نړیوالو همکاریو د پیاوړتیا په اړه خپل نظرونه شریک کړي دي.
د ۳۵ هیوادونو
استازو ګډون کړی
د ورکړل سویو معلوماتو له
مخي، دغه نړیوال فورم د «روسیه؛ د ورزش هیواد» تر
شعار لاندي جوړ سوی و او د نړۍ د ۳۵ هیوادونو
ورزشي چارواکو او استازو پکښي برخه اخیستې وه.
ګډونوالو د ورزش پر اهمیت، د هيوادونو
ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او د ورزشي همکاریو پر پیاوړتیا خبري کړي دي. په
دې غونډه کي د نظرونو تبادلې ته هم پام سوی، څو د
سپورت په بېلابیلو برخو کي د ګډ کار لپاره زمینه برابره سي.
د افغانستان او نورو هیوادونو
ترمنځ د ورزشي همکاریو موضوع
د فورم په څنډه کي د
افغانستان د المپیک، بدني روزني او ورزش عمومي رئیس مولوي
احمدالله وثیق د یو شمېر هیوادونو له ورزشي مسؤلینو سره جلا
لیدني کړي دي.
د ورکړل سویو معلوماتو پر
بنسټ، په دغو لیدنو کي د ورزش په برخه کي د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د
پراختیا پر لارو چارو خبرې سوي دي.
نړیوال ورزشي فورمونه د هیوادونو
استازو ته فرصت برابروي چي خپلي تجربې
شریکي کړي، د سپورت د ودي په اړه بحث وکړي او د راتلونکو
همکاریو لپاره د اړیکو د پیاوړتیا هڅي وکړي.
د مولوي احمدالله وثیق ګډون هم د افغانستان د ورزش د
ادارې په استازیتوب په داسي یوه نړیواله غونډه کي ترسره سوی، چي د ورزش د پرمختګ او نړیوالو اړیکو موضوعات یې د بحث مهمي برخي وې.

Comments
Post a Comment