ټرمپ ولي له ایلان ماسک څخه وغوښتل چي په اوکراین کي د سټارلینک محدودیتونه لیري کړي؟
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایلان ماسک سره په
ټیلیفوني خبرو کي غوښتي چي په اوکراین کي د
سټارلینک د پوځي کاروني اړوند محدودیتونه لیري کړي. دا
موضوع وروسته له هغه راپورته سوه چي اوکرایني
چارواکو د سپوږمکۍ انټرنیټ د سرعت د کمېدو او پر پوځي
فعالیتونو یې د اغېزو په اړه اندېښنې څرګندي کړې.
د «وال سټریټ ژورنال» د راپور له مخي، ټرمپ د
چهارشنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۲۱مه، له ماسک سره خبري کړې او
د اوکراین لپاره د سټارلینک د خدمتونو د محدودیتونو د ختمولو غوښتنه یې ورڅخه کړې ده.
سټارلینک ولي د
اوکراین لپاره مهم دی؟
سټارلینک د سپوږمکیو له لاري انټرنیټي
خدمتونه وړاندي کوي. د روسیې او اوکراین د جګړې پر مهال، دغه سیستم د اوکرایني
ځواکونو لپاره د اړیکو د ساتلو او د پوځي فعالیتونو د همږغۍ یوه مهمه وسیله ګرځېدلې ده.
د راپورونو له مخي، د
انټرنیټ د سرعت محدودیتونو د اوکراین د ځینو بېپیلوټه الوتکو او د هوايي
دفاع اړوند فعالیتونو پر کار اغېز کړی وو.
ټرمپ له ماسک څخه څه غوښتنه کړې؟
د «وال سټریټ ژورنال» په راپور کي ویل سوي چي ټرمپ د
سټارلینک د سرعت له محدودېدو ناخوښي څرګنده کړې او له ماسک څخه یې غوښتي چي د
خدمتونو د فعالیت کچه بیرته پخواني حالت ته ورسوي.
د امریکا او اوکراین ځینو چارواکو د یادي ورځپاڼي په
حواله ویلي چي د ټرمپ او ماسک له خبرو وروسته د سټارلینک فعالیت ښه سوی و. خو
د اوکراین ځینو چارواکو ټینګار کړی چي ټولي وړتیاوي یې لا په
بشپړ ډول نه وې بیرته فعالي سوي.
د محدودیتونو د لګولو مسؤلیت د چا و؟
د دې موضوع په اړه د امریکا د حکومت، سپېسایکس او
ایلان ماسک څرګندوني سره توپیر لري.
د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چي د سټارلینک
د خدمتونو د سرعت او کاروني پرېکړي د سپېسایکس
او د دې شرکت د مشر په واک کي دي.
بل لور ته، ماسک ویلي چي سټارشیلډ،
چي د سټارلینک پوځي بڼه بلل کیږي، د
امریکا د حکومت ملکیت او تر کنټرول لاندي دی او د کاروني
محدودیتونه یې د امریکا پوځ او ولسمشر ټاکي.
ټرمپ هم مخکي ویلي وو
چي نه پوهیږي محدودیتونه چا لګولي دي او هغه په دې پرېکړه کي لاس نه
درلود.
ایا محدودیتونه په بشپړ ډول لیري سوي دي؟
د «وال سټریټ ژورنال» د راپور له مخي، د ټرمپ
او ماسک له خبرو وروسته د سټارلینک فعالیت ښه سوی وو؛ خو د
اوکراین ځینو چارواکو ویلي چي ټول محدودیتونه په بشپړ ډول نه وه ختم سوي.
د «کییف انډیپنډنټ» د اکتوبر د ۲۳مي راپور
بیا د یوه اوکرایني چارواکي له قوله لیکلي چي د سرعت
محدودیت لا هم پر ځای وو او د خدمتونو د بشپړ عادي کېدو
په اړه راپورونه ناسم وه.
له همدې امله، لا هم د خدمتونو د بشپړ بیرته عادي
کېدو په اړه متضاد راپورونه سته.

Comments
Post a Comment